د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « امریکا ته د ولسمشر اردوغان مهم خبرداری : د امریکا الکترونیک توکي به بایکاټ کړو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې  ترکیه به د امریکا الکترونیک توکي بایکاټ کړي. ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  تیره ورځ  د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د ټولنې  لخوا  د عدالت او پراختیا ګوند د واکمنۍ ۱۶ م کال  ترعنوان لاندې په جوړ شوي  سمپوزیم کې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې د امریکا  د بندیزونو په مقابل کې مو  هر ډول تدابیر نیولي او نیولو ته به يي دوام ورکړو.

د خبرترک ورځپاڼې « بنعلي ییلدرم : ترکیه به د روان اقتصادي بحران نه په ډیر بریالیتوب سره  بهر شي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس  بنعلي ییلدرم  د سفیرانو په لسم کنفرانس کې د ګډون کوونکو سفیرانو سره لیدنه وکړه.هغه وویل چې  د سیاسي حساب کتابونو په خاطر  په ترکیې  اقتصادي بندیزونه تحمیلولی نشي. ترکیه به انشاالله چې ددې بحران نه هم  په ډیر بریالیتوب سره  بهر شي. د بهرنیو کرنسیو پر وړاندې د ترکي لیرو د ارزښت راټیټدل  د ترکیې اقتصادي ضعفیت نه ښايي ځکه چې دا مسله  اقتصادي نه بلکې سیاسي  اړخ لري.

د وطن ورځپاڼې « وزیر البیرق  د بهرنیو پانګه والو سره  ګوري  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  سبا  د بهرنیو پانګه والو سره د ټيلې کنفرانس له لارې  لیدنه کوي.

هغه  به په ترکیه کې د وروستیو اقتصادي  پرمختګونو په اړه  بهرنیو پانګه والو ته  معلومات ورکړي. د ویلو ده چې  وزیر البیرق به د امریکا، اروپا او منځني ختیځ  د پانګه والو په ګډون د ټولې نړۍ  د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو پانګه والو سره  خبرې وکړي.

د صباح ورځپاڼې  « د ترکیې ملکي هوايي شرکت ددینه وروسته خپل اعلانات امریکايي شرکتونو ته  نه ورکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت  ترکش ایرلاین  د امریکا د تجاري اعلاناتو په شرکتونو  تحریم  ولګو  او وویل چې ددینه وروسته به امریکايي شرکتونو ته  اعلانات ورنکړي.

د یاد شوي شرکت  د مطبوعاتي  سلاکار یحیی اوستون  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې  د خپل دولت او ملت نه د ملاتړ په خاطر مو  امریکايي شرکتونو ته  د تجارتي اعلاناتو د نه ورکولو پریکړه وکړه. د مسلې په اړه  د ترکش ایرلاین ټولو نماینده ګیو ته  لازم  هدایات ورکړ شوي دي.

د سټار ورځپاڼې  « په وان کې  د اوررتویاتو  نښې او نښانې وموندل شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول پوهنتون د ادبیاتو د فاکولتې د وان ولایت د څانګې  د تاریخ او ارکیولوژۍ  د څیړنیز مرکز  د مدیر ډاکټر ایرکان قونیر  په مشرۍ  ډلې  د وان د تاریخي کلا  تر څنګ د تاریخي  کیندونو په ترڅ کې  د اوررتویانو د دورې  اړوند  د خپې د پل نښه  وموندله. ویل کیږي دا د خپې د پل  نښه  ۳۶ لمبره ده  . نوموړې  نښته  د تحقیقاتو په خاطر لابراتور ته  وړل شوې ده .



اړوند خبرونه