د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې اقتصاد د محاصرې سره مخامخ  دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د سفیرانو په لسم کنفرانس کې د ګډون کوونکو  سفیرانو او میلمنو  په ویاړ میلمستیا جوړه کړې وه. ولسمشر اردوغان  دلته  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر  دونالد ټرمپ  پر ترکیې د تحریمونو د وضع کولو سره  ډیر سپک چلند کړی دی. هغه وویل چې  ځینې برخې پدې وروستیو کلونو کې په نړۍ کې  د ترکیې لاسته راوړنې او بریالیتوبونه زغملی نشي. پر ترکیې مخامخ  بریدونه کوي. هغه وویل چې پدې وروستیو کې ترکیه  د نورو برخو په څیر  د سختې اقتصادي محاصرې لاندې قرار لري.

د خبرترک ورځپاڼې « قالن : د ترکیې د اقتصاد بنیه  او بڼسټ  ډیر قوي او پياوړی دی»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند  ابراهیم قالن د اقتصادي پرمختګونو په اړه  د ټولنیزې مډیا له لارې  ارزونې کړي.

د ترکیې د مالیې او خزانې وزارت ، مرکزي بانک او اړوند ټول مالي او اقتصادي   ارګانونه  د مالي استقرار او ثبات په خاطر  لازم ګامونه  اوچتوي.

هغه ویلي دي چې د ترکیې د اقتصاد بنیه او بڼسټ  ډیر قوي او پیاوړی دی. هیڅوک  باید په درواغو  او پارونکو خبرونو  اعتبار ونکړي. ترکیه  د دا ډول  مشکلاتو سره  لا پسې پياوړې کیږي.

د صباح ورځپاڼې « بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو په ترکیه کې د پانګه اچونو غوښتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سفیرانو د لسم کنفرانس په پرانیست وینا کې  وویل « نن ورځ  د نړۍ ۷۴ هیوادونو  پانګه والو پانګه اچونه  کړې چې  نیمايي  نه زیات  بیا  د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه دي. مونږ  باید  د لا زیاتې پانګه اچونې د جلبولو په خاطر  په ګډه  لا زیات کار وکړو. هغه وویل دادی له دې ځایه   ټولې نړۍ ته په ترکیه کې پانګه اچونې ته بلنه ورکوم. د ټولو  خصمانه تبلیغاتو او هلو ځلو سره سره  ترکیه نن هم  د پانګه اچونې په خاطر په نړۍ کې  یو ډیر  بااعتباره  او مهم  هیواد  دی.»

د ینې شفق ورځپاڼې « البیرق : د جرمني د ملاتړ نه  د ممنونیت اظهار کوو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مالیې او خزانې وزیر برات البیرق وویل چې  د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ترکیې پر خلاف د وضع شوو تحریمونو  پر خلاف  د جرمني  د اقتصاد وزیر  د څرګندونو له امله  د ممنونیت اظهار کوم. » هغه وویل چې د ښه نیت او ډیپلوماسۍ  مدافع سیاسیون  په  جرمني او اروپايي ټولنې  زمونږ  د خلکو د اعتماد او باور  لا پسې  قوي کوي. د ویلو ده چې د جرمني حکومت  ویلي وو چې د اقتصادي پلوه با ثباته  ترکیه  زمونږ  په ګټه ده. د ترکیې په اقتصاد کې پرمختګونه  د نږدې نه تعقیبو.

د حریت ورځپاڼې « عراقي ګرځندویانو تر ټولو ډیر ترکیې ته ترجیح ورکوي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه  د تاریخي او طبعي ښکلا  سره  هره ورځ لا زیات  د عراقي ګرځندویانو  پاملرنه جلبوي. پدې وروستیو کې  په ترکیه کې د عراقي ګرځندویانو  شمیره  دپام وړ لوړه شوې  او د هرې ورځې په تیریدو سره  لا زیات عراقي ګرځندویان ترکیې ته راځي.

د عراق د کرکوک د ښار د یو سیاحتي شرکت مسئول  هدایت مهدي خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې وروستیو کې یواځې  د کرکوک نه  د ورځې په اوسط ډول سره تر ۵۰۰ تنه ډیرو عراقي ګرځندویان  ترکیې ته سفر کوي.



اړوند خبرونه