د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا ته میدان وډبو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترابزون ولایت کې د عدالت او پراختیا ګوند د همغږۍ په مجلس کې  ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان په امریکا غږ وکړ « دادې  د ترابزون ولایت نه اعلان کوم  ، ستاسې په پټو او مفتضع لوبو  اګاه  یو. په هر څه ډیر ښه پوهیږو . د همدې کبله تاسې ته میدان ډبو. که چیرې  تاسې د ډالرو  سره  په مونږ  فشار راوړۍ  مونږ نوې لارې او چارې ولټو. هغه  څوک  چې د یو تن  راحب  په خاطر چې  د ترهګرۍ په تور تورن  دی  غواړي چې خپل نږدې ستراتیژیک متفق  او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې مهم  شرکت  فدا کړي  لاره يي سپینه ده. مونږ  ورته وایو چې  په مخه مو ښه.»

د وطن ورځپاڼې « مسکو د ویزې په برخه کې اسانتیاوې برابروي »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت  ویلي دي چې  ترکي وګړو ته به په بعضو برخو کې  په ویزو کې اسانتیاوې  رامنځته کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف به  د اګست په ۱۳ مه نیټه  په انقره کې د سفیرانو په کنفرانس کې د ګډون په موخه  د دوه ورځني سفر په ترڅ کې انقرې ته راشي. همداشان  ددې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه په اقتصادي  مسلو خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه په چټکه توګه د سوداګریز حجم د لوړیدو په اړه د ممنونیت اظهار کوو. همداشان  ددې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو وګړو ته  د ویزو په برخه کې په اسانتیاوو خبرې وشي. مسکو  وار د مخه  ترکي وګړو ته  په بعضو برخو کې د ویزې د اسانتیاو ته چمتوالی ښودلی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « ددینه وروسته به په سوداګرۍ کې سلامشورو ته ډیره پاملرنه وشي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې  روخسار پک جان  وویل چې په نوي دوره کې به د ملکي ټولنو او سازمانونو سره  لا زیات  تماس ونیول شي. هغې وویل چې د تجارت د کچې د لوړولو په خاطر به ډیر فعاله سیاستونه عملي کړی شي.

هغې زیاته کړه چې پدې  اړه  مو یو مشورتي  شورا جوړه کړې ده . د تجارت په مخکې د موجودو خنډونو د لرې کولو  او د خصوصي سکتور د لا زیاتې ودې په خاطر به د هرې برخې  فکر  او وړاندیزونه  واورو.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د بیلیجک ولایت نه فرانسې ته د حلزون چینجو صادرات »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په بیلیجک ولایت کې  د حلزون چینجیو تولیدونکي یو شرکت ویلي دي چې  خپل ټول تولیدات  فرانسې ته صادروي.

هغه ویلي دي چې  تر اوسه پورې  ۴۵ ټیلره  حلزون چینجي  فرانسې ته صادر کړي دي.

د سټار ورځپاڼې « یاسیمن جان د اروپا دریم مقام خپل کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد ملي منډه وهوونکې  یاسمین جان د اورپا د ځغاستې د اتلولۍ د سیالیو په ښځینه برخه کې د پنځه زره متره په سیالۍ کې د برنزو مډال په ګټلو سره  دریم  مقام خپل کړ.



اړوند خبرونه