د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې  « د تاناپ تاریخي پروژه  پرانیستل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اذربایجان  ګاز د ترکیې له لارې  د اروپا بازارونو ته  انتقالوونکې  د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې پروژه  تیر ماښام  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانیستل شوه.

د نوموړې پروژې  د پرانیستو په مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د اذربایجان ولسمشر  الهام علیوف، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي، د اوکراین ولسمشر پیترو پورشینکو او د سربستان ولسمشر الکساندر وجیج  ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان  د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې

« دادی  د انرژۍ د وریښمو لار  د ترانس انادولو  تاریخي  پروژه  رسمآ پرانیزو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  دادی نن د ترکیې  او سیمې د هیوادونو لپاره  یو ډیر مهم  ګام  اوچتو. د ویلو ده چې د اذربایجان نه ترکیې ته  د ترانس انادولو د ګازو د نللیکې د راغځولو چارو ۳ کاله  دوام  وکړ.

د خبرترک ورځپاڼې  « لومړی وزیر ییلدرم : د اروپايي ټولنې د غړیتوب هدف دوام لري »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  په ازمیر ولایت کې  د بلغاریا  د لومړي وزیر بویکو بوریسوف  لیدنه وکړه.

لومړي وزیر  د میلمه وزیر سره د دوه په دوه لیدنې نه وروسته د هیتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ. لومړي وزیر ییلدرم  دلته  په خپلو څرګندونو کې وویل چې  ترکیې  د اروپايي تولنې د پوره غړیتوب  د ترلاسه کولو د هدف نه لاس ندی اخیستی. اروپايي ټولنه باید  د راتلوونکي لپاره  ویزیون  وټاکي  او پدې برخه کې روانه ناڅرګندي هر څه ژر له منځه یوسي.

د وطن  ورځپاڼې  په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر د مرستیال محمد شمشک  څرګندونو ته  لنډه کتنه کړې ده . مرستیال لومړي وزیر  پدې وروستیو کې د اثارو په بازارونو کې د لوړو  ژورو  په اړه وویل چې ترکیې پدې برخه کې  مهم ګامونه اوچت کړي. د بیلګې په توګه د امریکا نه مو د سروزور  ذخیره هیواد ته راانتقال کړه. ترکیې په امریکا خپل یو ګرام  سره زر هم  ندي پریښي.

د سټار ورځپاڼې  « لوی نړۍوال شرکت  ترکیې ته د سفرونو د پيلولو نه خبر ورکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مدیترانین شیپینګ کمپني  ریس  دیوګو اپونت  ویلي دي چې  هر څه ژر به  زمونږ  لویې د کانټینر کښتۍ ترکیې ته په سفرونو پیل وکړي. په خبر کې راغلي دي چې دا شرکت  د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو ته  سفرونه لري چې په نږدې راتلوونکې کې به يی ترکیې ته هم  پیل کړي.

د صباح ورځپاڼې « د ترکي ډرامو نه وروسته ترکي لوبو د نړۍ پام ځانته راجلب کړی» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکي ډرامو نه وروسته داځل  ترکي لوبو په نړۍ کې په میلیونونو تنه  مینه وال پیدا کړي دي. د ترکي انجینیرانو لخوا  جوړ شوې یو زیات شمیر  موبایل لوبې  د نړۍ د مهمو  او مشهورو  لوبو په کتار کې شاملې شوي دي.

 



اړوند خبرونه