د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې « نه ډوبیدونکی  لمر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، نن د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک د مړینې د ۷۹ یم تلین سره  سمون خوري. د ترکیې په اړه  د هغه ډیموکراټ  او مدرن  لید  د هرې ورځې په تیریدو سره  روښانه کیږي. نن د نوامبر لسمه  د ترکیې په ګوټ ګوټ کې  د اتاترک تلین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي. د ترکیې خلک د ځانګړې مینې او محبت  او حسرت سره  د هغه  تلین لمانځي.

هر کال  د نوامبر د لسمې نیټې په څیر  نن ورځ هم  د هیواد  د مختلفو قومونو، توکمونو، دینونو او مذهبونو په لسګونو زره تنه  لارویان  د اتاترک  د تلین  په خاطر  د هغه د مزار  انت کبیر  زیارت کوي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  هم  د اتاترک د تلین په مناسب  پیغام خپور کړی دی. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي  چې « غازي مصطفی کمال اتاترک د استقلال په  مبارزه کې د مشرۍ، د ترلاسه کړو  بې شمیره  بریالیتبونو، ملت د یو چت لاندې د راټولو  او د جمهوریت د بڼسټ ایښودولو  سره  د ټولې نړۍ  تقدیر  او تحسین  ترلاسه کوونکی واقعي قهرمان  عسکر دی. هغه  رښتینی  رهبر دی. »

د وطن ورځپاڼې « نوې پاڼه پرانیزو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی دی د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس سره  لیدنه وکړه. لومړي وزیر د واشنګټن نه  نیویارک ته د سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته  د خپلو لیدونو کتنو په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې  د مایک پینس سره  لیدنه ډیره ګټوره  او په صمیمي فضا کې تیره شوه. هغه وویل چې پدې لیدنه کې  دواړو خواوو  د یو بل پوښتنې ځواب کړې. هغې وویل چې  پدې لیدنه کې د سیمې سربیره  د نړۍ د مهمو مسلو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې امریکا او ترکیه د اړیکو د ښه کولو اراده لري. امریکا  د فتح الله ګولن په مسله کې باید جدي ګامونه اوچت کړي. د بله پلوه  سپینې ماڼۍ ویلي دي چې  د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې به نوې پاڼه پرانیستل شي.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ملګروملتونو سرمنشي د ترکیې نه مننه وکړه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی دی په نیویارک کې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس سره  لیدنه وکړه.

لومړي وزیر ییلدرم  خبري رسنیو ته وویل چې  د ګوتریس سره  په لیدنه کې  هغه د ترکیې نه  د بشر دوستانه مرستو  او په ځانګړې توګه  پداسې یو وخت کې چې د ترکیې په شاوخوا کې  اور لمبې بلې دي  د میلیونونو تنو کډوال  دروند  بار  په اوږو اخیستی  دی  ډیره زیاته مننه کوو.

هغه وویل چې  زمونږ غوښتنه او هیله  دا درندو بار  د ټولو هیوادونو لخوا په اوږو  اخیستل دي.

د صباح ورځپاڼې  « ترکیه د نوو مصنوعي سپوږمه کیو سره  په نړۍوال طاقت  بدلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې  فضا ته د توغوونکو  مصنوعي سپوږمه کیو په خاطر يي  تړون لاسلیک کړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې  دا سپوږمه کۍ به  د نړۍ نامتو شرکت  سپیس ایکس لخوا وتوغول شي. ترکیه به ددې سپوږمه کیو سره  په نړۍوال اوپراتور بدل شي. د ترکسات پنځه A او ۵B  مخابراتي سپوږمه کیو د جوړولو چارې  دد ایربس شرکت ته ورکول کیږي. پدې اړه د ایربس  شرکت سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک شو.

همداشان  ددې سپوږمه کیو  مهمې برخې  د ترکي انجینیرانو لخوا طرحه او جوړیږي.

د سټار ورځپاڼې   لیکلي دي د ترکیې د ځايی موټر د تولیدونکو شرکتونو د معلومیدو نه وروسته  پدې اړه  چارې ګړندۍ شوي دي. د ویلو ده چې  د ترکیې  یو زیات شمیر ولایتونه ددې موټرو د تولید د فابریکو لپاره ځای ورکولو وړاندیز کړی دی.

د بله پلوه  د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر  فاروق اوزیل وویل چې د ترکیې د موټرو پروژه  یواځې د ترکیې نه بلکې نړۍواله پروژه ده. لکه  څرنګه چې ترکیه نن ورځ  د نړۍ د یو زیات شمیر مهم  موټرانو د تولید کوربه توب کوي  ترکیه هم  په پام کې لري چې دا موټرې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  جوړې کړي.



اړوند خبرونه