د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکيد

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


خبرترک ورځپاڼې  « ولسمشر اردوغان : د سوریې په مسله کې به خامخا زمونږ نه د مرستې غوښتنه کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په واشنګټن کې  د ولسمشر دونالد ټرامپ سره  د لیدنې نه وروسته  د خپلو لیدونو کتنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د پي وای ډي او وای پي جی ترهګرو ډلو سره  د امریکا مرستې  او همکاري د منلو وړ ندي. ولسمشر اردوغان وویل  زه پدې باور یم چې  امریکا  به د سوریې په مسله کې خامخا د ترکیې نه د مرستې غوښتنه کوي. دم ګړۍ  رقه  محاصره  شوې ده . دا چې څه به پیښیږي  دا به وخت  مونږ ته  وښايي. خو  یوه خبره باید هیره نشي چې  ترکیه به تل په سیمه کې  هم په میز او هم د جګړو په دګر کې  فعاله رول واخلي. هیڅوک  ترکیه  د صحنې نه  ویستلی نشي. دا خبره به د ناټو سرمشریزې ته هم  انتقال کړو.

سټار ورځپاڼې  « نړۍ د پنځو نه  لویه  ده  د شعار نه  د ګوتریس ملاتړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې د کلونو کلونو راهیسې  د ملګروملتونو د امینت شورا په ساختار کې د بدلون غوښتنه کوي او وايي چې نړۍ د پنځو نه  لویه  ده د شعار نه  داځل  د ملګروملتونو سرمنشي  انتونیو ګوتریس  ملاتړ وکړ.  د ملګروملتونو سرمنشي ګوتریس  د فرانسې د سترسبورګ  په ښار کې جوړه شوې  د د اروپا د پارلمان  عمومي  غونډې ته په وینا کې وویل چې « ملګروملتوو سازمان  د لا اغیزمند کیدو په خاطر  جدي  اصلاحاتو ته اړتیا لري. اصلاحات باید د ملګروملتونو د سازمان په لومړیتوب کې قرار ونیسي. د غړیو هیوادونو  باور او اعتماد باید ترلاسه کړو.»

د صباح ورځپاڼې « د هیواد نه بهر د ترکي شرکتونو پانګه اچونې لس برابره ډیرې شوي دي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د شورا د هیواد نه بهر د پانګه والو د شورا  او باین ایند کمپني د شرکت په مرسته  په ۲۰۱۷ کال کې د هیواد نه بهر د ترکي شرکتونو لخوا د ترسره شوې پانګه اچونې په اړه  راپور  جوړ  او خپور کړ. په راپور کې راغلي دي چې ترکي شرکتونو د تیرو لسو کلونو په دننه کې د ۲۸ میلیاردو ډالرو  په ارزښت  د شراکتونو  او یا شرکتونو د اخیستو  او  ۸ میلیارده ډالره هم  مخامخ  پانګه اچونه کړې ده .

په خبر کې راغلي دي چې  راپور چې د  ترکیې پانګه والو لپاره ځانګړې اهمیت لري  سږ کال  هیوادونه په دریو ګټګوریو کې  د غور لاندې نیولي دي.

په نوموړي  راپور کې  د لوړو سرانه عوایدو  خاوندو هیوادونو په کتار کې امریکا  د ۷۲ لمبرو سره  په لومړني کتار کې ځای نیولی دی . همداشان  جرمني بیا د ۶۷ لمبرو سره په دویم او هالنډ د ۶۵ لمبرو سره  په دریم کتار کې ځای نیولی دی.

د حرییت ورځپاڼې  «په مسکو کې  ترکي فیستیوال  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه  پدې فیستیوال کې  د کولتوري، هنري او توریستي  ارزښتونو په اړه  روسانو ته  معلومات ورکوي. دا فیستیوال  د ترکیې د کولتور او ګرځندوی  د وزارت ، د ترکیې د هوټلونو د فدراسیون، د سیاحتي نماینده ګیو د ټولنې ، د ترکیې د ګرځندوی د سکتور د پانګه والو د ټولنې ، د ګرځندویانو  د لارښوونې  د ټولنې  او روسیې او ترکیې د سوداګرو د ګډې ټولنې په مرسته  د جون په ۱۶ مه نیټه په مسکو کې جوړیږي.  



اړوند خبرونه