ټي آر ټي د تركېې غږ


تاریخچه

په ترکيه کي د لومړي ځل لپاره د راډيو د لاري خپروني د 1937 زيږديز کال د جنوري د مياشتي په اتمه نيټه د انقري د راډيو نه وشوي .
يادي شوي خپروني چه د هاتاي د ستونزي په خاطر ترسره کيدي ، د وخت د لومړي وزير عصمت اينون د مسلي په اړه کړي وينا په عربي زبي د زباړي نه وروسته خپره کړاي شوه .
نوموړي خپروني چي په سوريي ، اسکدرون ، سنجاغه او شاوخوا سيمو خه اغيزه لرله د استانبول راډيو هم د عربو د حوادثو خپروني پيل کړي .
د هاتاي د ستونزي د حل نه وروسته نوموړي خپروني ودرول شوي .
همداشان بايد ووايو د تركيي د راډيوګانو نه په منظمه توګه د هيواد نه د بهر لپاره خپروني د ۱۹۳۸ ميلادي كال د اكټوبر د مياشتي په ۲۸ نيټه د ۲۰ كيلو واټو ليږدونكي سره په ځلورو ژبو تركي ، انګليسي ، فرانسوي او الماني پيل شوي .
د دوهمي نړيوالي جګړي په دوران كي د انقري راډيو چي په لنډو ځپو يي خپروني كولي د بې طرفه خپرونو په خپرولو سره د نړي په راډيوګانو كي د عامه افكارو پام ځانته واړوه .
د ۱۹۴۳ ميلادي كال او ۱۹۴۹ ميلادي كالونو ترمنځه نوموړي راډيو امريكي ، لويديځي اروپا ، لري ختيځ او استراليا ته د خپرونو وړاندي كولو امكانات پيدا كړل .

د هيواد نه بهر ته د خپرونو اهميت او ارزښت په يو ډير مهم او اساس وخت كي د ۱۹۴۹ او ۱۹۵۸ كالونو ترمنځه ځان وښود . پدي وخت كي تركيي د ناتو غړيتوب تر لاسه ، د كوريا په جګړه كي يي ونده واخيسته او د غربي نړي سره يي اړيكو پراختيا وموندله .
نوموړي راډيو چي د انقري راډيو د تاسيس د ورځي نه د انقري د راډيو ترنامه لاندي په لنډو ځپو د هيواد نه بهر ته خپروني كولي ، د ۱۹۶۳ ميلادي كال د جنوري د مياشتي راپديخوا د تركيي غږ راډيو ترنامه لاندي خپروني پيل كړي .
د تركيي غږ راډيو د ۱۹۶۴ ميلادي كال د مي د مياشتي د لومړي نيټي نه د تركيي د راډيو تلويزيون د اداري د تاسيس سره سم د( تي ري تي ) د تركيي راډيو تلويزيون سره د يو نوي شكل سره په خپرونو پيل وكړ .

د تركيي غږ راډيو
نن ورځ د هيواد نه بهر خپروني د تركيي د راډيو تلويزيون په اداره كي د تركيي غږ راډيو لخوا تر سره كيږي .

د بهرنيو خپرونو د رياست چوكاټ كي د تركيي غږ راډيو ( وايس اف تركيه ) هره ورځ په تركي ، الماني ، عربي ، البانيايي ، اذربايجاني ، بوسنايي ، بلغاريايي ، چينايي ، پښتو ، دري ، فارسي ، ازبكي ، فرانسوي ، ګرجي ، كرواسيايي ، انګليسي ، اسپانيوي ، ايټاليوي ، قزاقي ، قرغزي ، پولنډي ، مقدوننيوي ، رومانيوي ، روسي ، سربي
تاتاري ، تركمني ، اردو او د يوناني ژبي په ګډون په ۲۹ ژبو خپروني لري .
د تركيي غږ راډيو خپروني د لنډو څپو ، مصنوعي سپوږمۍ او انټرنيټ له لاري ټولي نړي ته رسيږي . د تركيي غږ خپرونې د سيمه ايزو ( اف ام ) انتنونو په واسطه د خپلو خپرونو د لا پراختيا لپاره هلي ځلي كوي .
د بي طرفي او ډاډمني خبريالۍ د اساس په نظر كي نيولو سره د تركيي غږ خپروني د ډلو او عمر په نظر كي نيولو پرته هر چا ته په زړه پوري خپروني وړاندي كوي او د نړۍ د تر ټولو ډاډمني خبري سرچيني په توګه ځانګري ځاي لري .
د خبري خپرونو تر څنګ كلتوري- هنري او د موسيقۍ د پروګرامونو په خپرولو سره تركيه او تركان نړۍ ته ورپيژني .
نوموړي خپروني د تركيي سيمه ايزي همكاري ته په پاملرني سره ګاونډيانو سره د نيكو اړيكو د پراختيا سياست عملي كوي ، سولي او كلتوري همكاري ته لار پرانيزي .