د ټي آر ټي په اړه

ټی آر ټی

د ترکېي د راډیو ټلویزون د موسسه

په ترکیی کې د خپرونو په اړه د بحث په ترڅ کې د هر څه نه د مخه د انسان ذهن ته د لومړي خپره نیز ارګان په توګه ټی آر ټی راځی.
ټی آر ټی د ۱۹۶۴ کال د می د میاشتی په لومړۍ نیټې په فعالیت پیل وکړ.
راډیو چی د ۱۹۲۷ کال د می په ۵ نیټه په خپرونو پیل کړی وو، د ۱۹۶۴ کال راهیسی د ټی آر ټی تر نظر لاندی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
راډیو چی د موج په بدلولو سره به ېې انسان بلی نړۍ ته وړو. د ۶۰ تمې لسیزی په وروستویو کلونو کی یو بل ښه دوست هم وموند.
ټلویزون ... ترکیه د ټلویزون سره د لومړی ځل لپاره د ۱۹۶۸ کال د جنورۍ
په ۳۱ نیټه د ټی آر ټی په واسطه اشنا شوه. ټی آر ټی د ۸۱ کلنو راډیویی او ۴۰ کلنو ټلویزونی خپرونو سره آن د جمهوریت د تاریخ لاسته راوړنو، تجربو او مسولیت سره د ډاډ یو څلی او د ملی یووالی یو سمبول دی.

ټی آر ټی د مجربو او زړه سواندو کار کوونکو د زیار له امله د ترکیی د ملت په زړونو کی ځانګړی ځای خپل کړی. ټی آر ټی د راډیو او ټلویزون د خپرونو په برخه کی د تر ټولو بریالۍ موسسی سر بیر، د خپرونو د یو ښوونځي په توګه تر ننه د راډیو او ټلویزون د خپرونو په برخه کی یو زیات شمیر مسلکی کدر روزلی او ټولنی وړاندی کړی دی.
ټی آر ټی د راډیو او ټلویزون د خپرونو په برخه د هیواد په سطحه د یو بریالۍ موسسې په توګه د ښوونی په برخه کی هم اساسی ګامونه پورته کړل او نه یواځی یی تکړه پرسونل وروزه بلکه د ښوونیزو خپرونو په خپرولو سره د لیدونکو او اوریدونکو په ښوونه کی فعاله ونډه واخیسته...
ټی آر ټی د همدی د قدر وړ او نه هیریدونکو فعالیتونو له امله ېې د بی طرفه او ډاډمن خپره نیز سیاست په درلودلو سره د نړۍ په خپره نیزو موسسو کی خپل ځای وموند.
د نوموړو بریالیتوبونو اساسي علتونه د سرلیکونو په توګه په لاندې ډول د لیکلو وړ دي.

د مسولیت نه ډکه او ډاډمنه خبریالي
ـــ د امریکې متحده ایالاتو، بلجیم، مصر، المان، د شمالي قبرس ترکی جمهوریت، اذربایجان، ازبکستان او ترکمنستان د هیوادونو د پلازمینو په ګډون د نړۍ په ګوډ ګوډ او یا په لنډه توګه د امریکا نه تر اروپا او اسیا پوری او د منځنی ختیځ نه د قفقاز د سیمې پوری د استازیتوبونو او خبریالانو درلودلو سره د ترکېې او نړۍ د سترګو او غوږونو حیثیت ځانله غوره کړی دی.
ـــ په انقری کی د مرکزی دفتر سر بیره د استانبول، ایزمیر، انتالیا، چوکور اوا، دیاربکر، ارزروم او تربزون په ولایتونو کی د ولایتی ریاستونو په درلودلو سره په خپلو څانګو کی متخصص کدرونه لری. سر بیره پردی د ترکیی په ګوډ ګوډ کې فعال او مسلکی خبریالان لري.
ـــ د سم، بی طرفه او ډاډمن خبري سیاست په درلودلو سره د اوریدونکو او لیدونکو په ذهن کی د ‌ډاډ یو مارک ګرځیدلی دی.

هر سن او کلتور ته د پام وړ خپرونې
ـــ ښوونه، کلتور، موسیقی، د ماشومانو لپاره خپرونی، سپورټی پروګرامونه، ګردي میزونه، مستند فلمونه، ډرامی، او د ښکلو هنری فلمونو نه جوړی خپرونې ...
ـــ پر نړیوالو خبری موازینو برابر د ښوونی، عمر، ټولنیزو او اقتصادی سطحو په نظر کی نیولو د راز راز خپرونو په خپرولو د اوریدونکو او لیدونکو په شمیره کی د زیاتوالی راوستلو لپاره هلی ځلی...
ـــ د څلورو ملی، دوه نړیوالو او یو سیمه ایز ټلویزونو کانالونو په درلودلو سره د ترکیې او نړۍ په هر ګوډ کی د لیدل کیدو وړتیا...


ټلویزوني کانالونه

ټی آر ټی ـ۱ : د کورنۍ لپاره کانال ۱۶۸ ساعته
ټی آر ټی ـ۲ : د خبرونو، کلتوري او هنري خپرونو کانال ۱۶۸ ساعته
ټی آر ټی ـ۳ : د ځوانانو او سپورټی خپرونو کانال ۵۴ ساعته
ټی آر ټی ـ ګپ : د ختیځی او سویل ختیځي اناتولیا لپاره د خپرونو کانال ۶۹ ساعته
ټی آر ټی ـ۴ : د ښوونې او موسیقۍ کانال ۱۳۹ ساعته
ټی آر ټی ـ اینټ : د نړۍ لپاره خپرونې ۱۶۸ ساعته
ټی آر ټی ـ ترک : منځنۍ اسیا او قفقاز د سیمې لپاره خپرونی ۱۱۹ ساعته خپرونې

> - د ټي آر ټي – اينټ موخه، د سویل ختیځی اناتولیا د پروژې ( ګپ) د سیمی لپاره د ټولنیزو، کلتوري، او ښوونیزو خپرونو په خپرولو سره غواړی چی د سیمی د خلکو د پوهی د سطحی د لوړوالي په برخه کی مرسته وکړي. په دی چوکاټ کی د ختیځی او سویل ختیځی او اناتولیا (ترکيي) په اړه تر لاس لاندي د پروژو او پرمختګونو په اړه لیدونکو ته معلومات ورکوي.
- د ټي آر ټي – ګپ خپرونې د تركېې د ختيځې او سويل ختيځې سيمي د خلكو او ټولنې د بيلابيلو برخو د ځانګرتياوو په نظر كي نيولو سره د خبرونو سربيره ښوونيزې، كلتوري د موسيقۍ خپروني لري.


د ټي ار ټي لخوا د جوړيدو په حال ټلويزونې كانالونه
- د ټي آر ټي موخه به هیواد کی د کورنیو په ګډون د بیلابیلو عمرونو، دندو، ښوونو او کلتورونو خاوندو ټولنو ته ، د دوی د لا خوښۍ لپاره خپرونې کول دی. نوموړی کانال په خپلو خپرونو سره، غواړي چې د هیوادوالو د زده کړی سطحه، او د ملي یووالي احساس لوړ شي.
سربیره پردی نوموړی کانال د موسیقۍ په زړه پوری خپرونی هم لري. - ټي آر ټي د نوموړو خپرونو سربیره سوداګريز اعلانونه هم خپروي.

راډيو د ۸۱ كلنو هلو ځلو پايله
په ترکیه کی راډیویي خپرونې تقریبا د نړۍ د راډیويي خپرونو سره پیل شوی دي. د لوموړي نړيوالي جګري نه وروسته کال په پیل کی ترکیې د خپلواکۍ د جګړې د بریالیتوب نه وروسته د اړیکو په برخه کی هم د پام وړ ګامونه پورته کړل.


راډيويي كانالونه
راډيو -۱ د خبرونو كلتوري او خبري خپرونو كانال دي. د ساعت په پيل كي د خبرونو په ويلو سره يي د اوريدونكو په زړونو كي ځاي موندلي.
ټي آر ټي اف ام ( راډيو- ۲ ) د تركيي محلي موسيقي خپروي.
 راډيو -۳ كلاسيكه موسيقي او جاز خپروي
راډيو -۴ د تركيي كلاسيكه او سيمه ايزه موسيقي خپروي.
پينځه سيمه ايز راډيويي كانالونه ټي آر ټي د پنځو سيمه ايزو راډيويي كانالونو په درلودولو سره د هيواد هر ګوډ ته خپل غږ اوروي . د انتاليا ، چوكوراوا ، ارزروم ، ګپ ديارباكر او ترابزون سيمه ايزي راډيو ګاني د سيمي د خلكو د ټولنيزو ، اقتصادي او كلتوري ځانګړتياو په نظر كي نيولو سره د موسيقۍ په ګډون بيلا بيلي خپروني لري .


نړۍ په ۲۹ ژبو راډيويي خپرونې
ټي آر ټي د هيواد نه بهر د تركانو سره د اړيكو د ټينګولو لپاره د تركيي د غږ په چوكاټ كي (The Voice of Turkey ) د تركي ژبي په ګډون په ۲۹ ژبو د نړۍ هر ګوډ ته خپروني لري .
د تركيي غږ په انګليسي ، فرانسوي، الماني، عربي، اسپانوي، ايټالوي، البانوي، بوسنيايي، بلغاريايي، رومانوي، سربي، كورواسيوي ، مجاري، مقدونيوي، يوناني ، روسي ، چينايي ، د اذربايجان تركي ، فارسي ، ګرجي، اردو، دري،پښتو، ازبكي، تاتاري، تركمني، قزاقي، قيرغيزي او تركي ژبو خپروني لري .

د ټولي نړۍ په سطحه خپره نيزه شبكه

په ترکیی کې د خپرونو په اړه د بحث په ترڅ کې د هر څه نه د مخه د انسان ذهن ته د لومړي خپره نیز ارګان په توګه ټی آر ټی راځی.
راډیو چی د موج په بدلولو سره به ېې انسان بلی نړۍ ته وړو. د ۶۰ تمې لسیزی په وروستویو کلونو کی یو بل ښه دوست هم وموند.
د تركساټ ( 2A) او ( 1C)موخه، د سویل ختیځی اناتولیا د پروژې ( ګپ) د سیمی لپاره د ټولنیزو، کلتوري، او ښوونیزو خپرونو په خپرولو سره غواړی چی د سیمی د خلکو د پوهی د سطحی د لوړوالي په برخه کی مرسته وکړي. په دی چوکاټ کی د ختیځی او سویل ختیځی او اناتولیا (ترکيي) په اړه تر لاس لاندي د پروژو او پرمختګونو په اړه لیدونکو ته معلومات ورکوي.

د انټرنټ له لاری ټي آر ټي
د ډيجیټلې نړۍ په ننی عصر کی د لیدونکو د غوښتنو د د پوره کولو او د ټیکنالوژۍ د برکته د لاسته راغلو فرصتونو د کارولو لپاره ټي آر ټي په دی برخه کی هم ترټولو مهمی پروژی په ډیره لنډه موده کی ترسره کړی. د ۱۹۹۹ کال د می په لومړۍ نیټه يې د ( www.trt.net.tr   ) په نامه انټرټی پاڼه پرانیسته.
ټي آر ټي – اينټ د خپرونو موخه، د هيواد نه بهر د ميشتو تركانو لپاره د تركي كلتور په اړه معلومات وركول، د نوموړو د ستونزو په اړه د د خپرونو خپرول او د دوي د اوسېدو په هيوادونو كي د دوي د ژوند د چارو د ښه كولو لپاره د معلوماتي خپرول دي.


د ټي آر ټي ارشيف
ټی آر ټی د مجربو او زړه سواندو کار کوونکو د زیار له امله د ترکیی د ملت په زړونو کی ځانګړی ځای خپل کړی. ټی آر ټی ارشيف د راډیو او ټلویزون د خپرونو په برخه کی د تر ټولو بریالۍ موسسی سر بیره، د خپرونو د یو ښوونځي په توګه تر ننه د راډیو او ټلویزون د خپرونو په برخه کی یو زیات شمیر مسلکی کدر روزلی او ټولنی وړاندی کړی دی.

ټي آر ټي ماركيټ
د ټي ار ټي ارشيف د نوموړي خپره نيزي موسسې لخوا توليد شوي خپره نيز اثار خپروي.
- ټی آر ټی د راډیو او ټلویزون د خپرونو په برخه د هیواد په سطحه د یو بریالۍ موسسې په توګه د ښوونی په برخه کی هم اساسی ګامونه پورته کړل او نه یواځی یی تکړه پرسونل وروزه بلکه د ښوونیزو خپرونو په خپرولو سره د لیدونکو او اوریدونکو په ښوونه کی فعاله ونډه واخیسته...
- ټي آر ټي د همدی د قدر وړ او نه هیریدونکو فعالیتونو له امله ېې د بی طرفه او ډاډمن خپره نیز سیاست په درلودلو سره د نړۍ په خپره نیزو موسسو کی خپل ځای وموند.
د نوموړو بریالیتوبونو اساسي علتونه د سرلیکونو په توګه په لاندې ډول د لیکلو وړ دي. .


غړيتوبونه :

EBU - European Broadcasting Union
ABU – Asia-Pacific Broadcasting Union د اروپا د خپرونو ټولنه
HFCC\ASBU – International High Broadcasters Coordination Group د اسيا- پاسيفيك د خپرونو ټولنه 

ABU\HFC - ABU High Broadcasters Coordination Groupد لنډو څپو د خپرونو د همكارۍ ډله 
IMc- International Music Council د موسيقۍ نړيوال سازمان
EIM – European Institute of Media UNESCO Turkish Nationa
Committee Turkish National Council of Press د اروپا د خپرونو د انيستيتيوت، په يونسكو كي د تركي خپرونو ملي ټولنه
CMCA – Centre Mediterraneen de la Communication Audioviseulle د مديتراني د غږيزو- تصويري اړيكو مركز

 http://trt.net.tr/Kurumsal/Tarihce.aspx