د ټي آر ټي كرونولوژي

  د تركېې د راډيو ټلويزون ( ټي آر ټي) كرونولوژي
  • د ۱۹۶۴ كال د مي لومړۍ نيټه
    د ۳۵۹ شميري د قانون په نافذيدو سره د تركيي راډيو ټلويزون جوړ شو او راډيويي كانالونه د ( ټي آر ټي ) پوري وتړل شو.
  • د ۱۹۶۸ كال د جنورۍ ۳۱ نيټه
     
    > د ( ټي آر ټي ) اړوند د انقرې ټلويزون په امتحاني خپرونو پيل وكړ.
  • د ۱۹۷۴ كال د سپتمبر ۹ نيټه
     د تركيي راډيو ګانو د ( ټي آر ټي- ۱ ) تر نامه لاندي په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۱۹۷۴ كال د اپريل ۱۷ نيټه
     
    ( ټي آر ټي ) د لومړي ځل لپاره د اپريل د ۲۳ نيټي د كوچنيانو د ورځي په مناسبت فيستيوال جوړ كړ او د اروپا د ۲۷ ټلويزوني كانالونو لخوا په ژوندۍ توګه خپور شو.
  • د ۱۹۸۶ كال د نوامبر ۶ نيټه
     
    ( ټي آر ټي - ۲ ) په خپرونو پيل وكړ.
    د ۱۹۸۹ كال د نوامبر ۲ نيټه
     
  • د۱۹۹۰ كال د فبرورۍ ۲۸ نيټه

    لومړنى نړيوال ټلويزوني كانال ( ټي آر ټي – اينټ) اروپا ته په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۱۹۹۰ كال د جولاي ۳۰ نيټه

    د ( ټي آر ټي- ۴) تعليمي كانال د ازيمير نه په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۱۹۹۰ كال د دسمبر ۳ نيټه
    ( ټي آر ټي ) د تيليګون په نامه د ټيليكاسټ امتحاني خدمات پيل كړل
  • د۱۹۹۲ كال د اپريل ۲۷ نيټه
    ( ټي آر ټي – يورواسيا ) كانال تركي جمهوريتونو ته په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۱۹۹۸ كال د نوامبر ۱۴ نيټه
    په برلين كي د ( ټي آر ټي ) لومړنى رسمي دفتر پرانيستل شو.
  • د ۱۹۹۹ كال د جنورۍ ۵ نيټه
     د ډيجيټل خپرونو د ټيكنولوژۍ مركز پرانيستل شو.
  • د ۱۹۹۹ كال د مي لومړۍ نيټه

    د ( ټي آر ټي ) ويبپاڼه ګټي اخيستلو ته تياره شوه.
  • د ۱۹۹۹ كال د جولاى ۱۵ نيټه
     د ( ټي آر ټي- اف ايم ) او تركېې غږ راډيو خپروني په استراليا كي هم د اوريدو وړ شوي.
  • د ۱۹۹۹ كال د جولاى ۲۵ نيټه
    د ( ټي آر ټي - اينټ ) خپروني د استراليا د لويي وچي او نوي زيلاند نه هم د ليدلو وړ شوي.
  • د ۱۹۹۹ كال د سپتمبر ۲۰ نېټه
    په تركمنستان كي د ( ټي آر ټي ) د عشق آباد دفتر پرانيستل شو.
  • د ۱۹۹۹ كال د دسمبر ۶ نيټه

    راډيو-۴ په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۲۰۰۰ كال د جون ۷ نيټه
    ( ټي آر ټي- اينټ )، د تركيي غږ راډيو او ( ټي آر ټي- اف ايم ) خپروني د امريكي متحده ايالاتو او كاناډا كي هم د اوريدو وړ شوي.
  • د ۲۰۰۱ كال د جنورۍ ۳۱ نيټه

    د ( ټي آر ټي – ټي وي ) كانالونو د نوو نښو سر په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۲۰۰۱ كال د جون ۲ نيټه
     د اذربايجان پلازميني باكو كي د ( ټي آر ټي ) دفتر پرانيستل شو.
  • د ۲۰۰۱ كال د جون ۱۶ نيټه
    د مصر په پلازمينه قاهره كي د ( ټي آر ټي ) دفتر پرانيستل شو.
  • د ۲۰۰۱ كال د جون ۲ نيټه
     ( ټي آر ټي ) په جنوبي كوريا او جاپان كي د ۲۰۰۲ كال د فوټبال د نړيوال جام لوبي چي تركيي پكي دريم مقام خپل كړ په ژوندۍ بڼه خپري كړي.
  • د ۲۰۰۲ كال د جون ۲۵ نيټه
     ( ټي آر ټي ) د هيواد نه بهر د بلجيم په پلازمينه بروكسل كي خپل پينځم دفتر پرانيست.
  • د ۲۰۰۲ كال د جولاى ۲ نيټه
     
    ( ټي آر ټي – ګرځندوي راډيو) خپلي ۲۴ ساعته خپروني پيل كړي. نوموړي راډيو په د انتاليا د لارا سټوډيو ګانو نه په انګليسي ، فرانسوي، الماني، روسي او يوناني ژبو په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۲۰۰۲ كال د اګست ۸ نيټه
    ( ټي آر ټي ) خپل شپږم دفتر د امريكي د متحده ايالاتو په پلازمينه واشنګټن كي پرانيست.
  • د ۲۰۰۳ كال د مي ۲۴ نيټه
    ( ټي آر ټي ) د هيواد په استازيتوب د يورو ويژن د سندرو په سيالۍ كي د سرتاب ايرينر لخوا د ويل شوي سندري له امله نوموړي سيالي وګټله.
  • د ۲۰۰۴ كال د جنورۍ ۲۰ نيټه
    د (تركساټ – ۱ سي) د مصنوعي سپوږمۍ له لارې د ( ټي آر ټي- ۱ )، ( ټي آر ټي- ۲ )، ( ټي آر ټي- ۳ )، ( ټي آر ټي - ۴) او ( ټي آر ټي- اينټ ) د ټلويزوني خپرونو تر څنګ ټولي راډيويي خپروني د ( ټي آر ټي ) ډيجيټل ټيكنالوژۍ له لارې په خپرونو پيل وكړ.
  • د ۲۰۰۴ كال د دسمبر ۱۴ نيټه
    د يورو ويژن د سندرو د سيالۍ ۴۹ پړاو د هيواد او ( ټي آر ټي ) په كوربه توب په استانبول كي تر سره شو. او ۳۶ هيوادونو ته په ژوندۍ بڼه خپور شو.
  • د ۲۰۰۴ كال د نوامبر ۳ نيټه
    د ( ټي آر ټي ) ويبپاڼي په نوي او ښكلي ډيزاين او نوو زياتوونو سره په خپرونو پيل وكړ. او د ټلويزون او راډيو د خپرنو د پيژندني اعلانونه خپاره شول چي په دي ډول هيوادوال كولاي شي چي د نوموړي ويبپاڼي نه د ( ټي آر ټي ) خپروني تعقيب كړي.
  • د ۲۰۰۴ كال د دسمبر ۱۴ نيټه
    ( ټي آر ټي – ترك ) تلويزيون او د تركيي غږ د راډيو تركي خپروني د تركسات يو ( سي ) مصنوعي سپوږمۍ له لاري د تركيي او منځني اسيا سيمو كي په خپرونو پيل وكړ .
  • د ۲۰۰۵ كال د جون ۲۵ نيټه
    ( ټي آر ټي ) د هيواد نه بهر خپل اوم دفتر د ازبكستان په پلازمينه تاشكند كي پرانيست .
  • د ۲۰۰۵ كال د اګست لسمه نيټه د ازمير د نړيوال پوهنتون د المپيات د لوبو د خپرولو حق په هيواد كي دننه او د هيواد نه بهر ( ټي آر ټي ) تر لاسه كړ .
  • د ۲۰۰۵ كال د نوامبر لومړۍ نيټه
    د ( ټي آر ټي ) او اسيا - پاسيفيك د خپرونو د ټولني تر مينځ د همكارۍ تړون لاسليك شو .
  • د ۲۰۰۶ كال د جون ۲۲ نيټه
    ( Buena Vista ) نړيوال تلويزيون سره د يو تړون له مخي ( ټي آر ټي ) د څلورو كلونو لپاره د ( Walt Disney ) اړوند د كارتوني فلمونو ، كارتوني سينما او سينمايي فلمونو په تركيه كي د خپرولو حق تر لاسه كړ .
  • د ۲۰۰۷ كال د مارچ ۱۶
    د فوټبال د نړيوال جام د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ كلونو د لوبو د خپرولو حق ( ټي آر ټي ) تر لاسه كړ .
  • د ۲۰۰۸ كال د اپريل ۱۳ - ۲۰ نيټه
    د ولسمشرۍ د باسيكل ځغلوني د نړيوالو سياليو د ۴۴ لوبو د خپرولو حق ( ټي آر ټي ) تر لاسه كړ .